په کنړ کې ۱۶ کلنه او کاپيسا ولايت کې ۱۳ کلنه شخړه حل شوه

khoram2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۸:۵۳
شخړې

د کنړ ولايت په شيګل ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر ملکيت راپورته شوې هغه ۱۶ کلنه اوږده شخړه هواره شوه، چې يوکس پکې وژل شوی و او ترمنځ يې دغه د کلونو کلونو دښمني لاهم پرته وه.

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ملا تحميد الله ارشاد غازي په مشرۍ د ولايتي مشرانو، علماوو او قومي سپين ږيرو په همکارۍ د عدل او خير فيصلې په کولو سره دغه اوږده دښمني په دوستۍ بدله شوه او ښکېلو لوریو يو بل وبښل، دوی د جرګه کوونکو مشرانو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به هيڅ دښمنۍ ته زړه ښه نه کړي بلکې د ورورۍ ژوند به کوي.

همداراز د کاپيسا ولايت په کوهستان ولسوالۍ کې هم د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه شخړ هواره شوه، چې پکې يو کس وژل شوی و او بل په داسې ډول ټپي شوی و، چې اوس مهال ترې معيوب دی، د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو آمريت په همغږۍ او ځايي قومي مشرانو په هڅو ښکېلو کورنيو سره جلا جلا ناستې وشوې، د عفوې او اخوت په مورد عامه پوهاوی ورکول شو او بيا ترې عام تام واکونه واخستل شول، چې په همدې توګه يې دغه ۱۳ کلنه شخړه پاي ته ورسېده او يو له بل سره غاړه په غاړه شول.

شخړه کوونکو دواړو کورنيو د اسلامي امارت او په خاصه توګه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له مسؤلينو مننه وکړه، چې د ستونزو او شخړو په هواري کې پر وخت او چټک اقدامات کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۰:۰
Background image

په نيمروز ولايت کې له ولسي خلکو سره لويه ولسي غونډه وشوه

چهارشنبه ۱۴۴۶/۶/۲۳

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستيال الحاج مولوي محمد علي جان احمد له مل پلاوي سره نن د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې د اسلامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۹:۳۲
Background image

د لوګر ولایت ولسونو ته د پراختیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ټاکل شوي پلاوي سفر

 

چهارشنبه ۱۴۴۶/٧/۲۲

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي ته د یوه پلاوي په مشري دنده سپارل شوې وه، ترڅو په لوګر ولایت کې د مرستیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۸:۵۵
Background image

په هرات ولایت کې له سلګونه دیني عالمانو او قومي مخورو سره د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام غونډه تر سره شوه

 

سشنبه ۲۲ جمادی‌الثانی۱۴۴۶

د هرات ولایت په مرکز کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام ستره غونډه په داسې حال کې تر سره شوه. . .

BACK TO NEWS