په پکتیکا ولایت کې له ولسونو سره د همغږۍ غونډه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۱:۵۷
خبر


۲۲/۶/۱۴۴۵

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري یوه ستره ولسي غونډه جوړه شوه. د دغې غونډې پر مهال د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد اخند، د جرګو او قبایلو چارو رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، د یاد ولایت والي مولوي فیض الله جمال حقاني، د اداراتو مسؤلینو، سلګونه دیني عالمانو او قومي مشرانو شتون درلود. 

راغلیو قومي مشرانو غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل نن داسي ورځ راغلې چې د اسلامي شعائرو د بیان مخه هیڅوک نه شي نیولای ځکه موږ د دې هیواد د امنیت او خپلواکۍ ساتلو لپاره له حکومت سره څنګ په څنګ ولاړ یو. دوی له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې ځوانانو ته یې کاري فرصتونه رامنځته کړي او په یاد ولایت کې د نفتو او ګازو د اړوندو کانونو د استخراج چاري پیل شي. 

د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس ښاغلي حقاني راغلیو مشرانو ته د ډاډ په ورکولو سره وویل: اوس هغه زمینه برابره شوې ده چې د افغانانو د تعلیم، کرنې او اقتصادي پرمختګ غم وخوړل شي، په ډېر نږدې وخت کې به د افغانانو ټولو ستونزو ته رسېدنه وشي. 

ورپسې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال حاجي عابد اخند ګډونوالو ته اطمینان ورکړ او زیاته یې کړه: اسلامي امارت د نظام د تقویې، د هیواد د جوړولو او د ولس د ستونزو هوارولو هوډ لري، موږ ستاسې ستونزې واورېدې، د حل په برخه کې به پوره کوښښ کوو او تر اړوند ارګانونو به یې رسوو. یاده غونډه په دُعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۹
Background image

په پنجشېر کې دوې کورنۍ له ۷ کلنې بدي وروسته سره پخلا شوې

چهارشنبه/۱۶/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د پنجشیر ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت د یاد ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۷ کلنه دښمني په دوستي بدله کړه او د طرفینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

(( د هېواد پرمختګ او ثبات په زده کړو او کورنۍ پانګونه کې نغښتی دی ))

چهارشنبه ۱۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸

دا خبرې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین، مولوي عنایت الله شجاع د مل پلاوي سره بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد وزارت له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۸:۵۸
Background image

((  ولسونه بايد د نظام حمايت وکړي او د هېڅ ډلې په تبليغاتو ونه غولېږي ))

سه‌شنبه ۱۵ جمادی‌الاول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین، مولوي عنایت الله شجاع، دغه څرګندونې په فاریاب ولایت کې د یاد وزارت له لوري د اسلامي نظام تر چتر. . .

BACK TO NEWS

User account menu