په سرحدي ولسوالیو کې د پراختیایي پروژو او خدماتو د پلي کولو په موخه پکتیکا ولایت ته د یوه پلاوي سفر

khoram2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۸:۵۸
ناسته

۱۸/۴/۱۴۴۶ هـ ق 

په سرحدي او ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې خلکو ته د خدمتونو وړاندی کولو لپاره د عالیقدر امير المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پلي کولو په موخه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ د رئیس شیخ نیک محمد افغاني په مشرۍ یوه پلاوي پکتیکا ولایت ته سفر وکړ. دغه پلاوی چې د یادې موخې د تحقق په موخه ټاکل شوی و، د پکتیکا ولایت له مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت او د ولایتي کمېتې له غړو سره یې ناسته وکړه او ډیورنډ فرضي کرښې ته په څېرمه ولسوالیو کې یې د خدمتونو وړاندې کولو په کړنلارو او ميکانيزمونه معلومات وړاندې کړل او د اړوندو اسنادو په اړه یې وضاحت او د شته ستونزو حل لارې بیان کړې. د دغې ناستې پر مهال ولايتي کمېټې د خپلو کړنو راپورنه وړاندې کړل چې د مرکزي هیئت له لوري ورته لازمې سپارښتنې وشوې، وروسته مرستیال والي ښاغلي سعادت د ولایتی کمېټې د مشر په توګه له راغلي پلاوي او د کمېټې له غړو څخه مننه وکړه او کاري پروسې روښانول يې د ولايتي کمېټې د لارښوونې په موخه اړینه وبلله. یاد هیئت د ورځې په وروستیو کې د پکتیکا له والي الحاج ملا عبدالخالق عابد سره هم لېدنه وکړه، د خدماتو د څرنګوالي په تړاو یې معلومات شریک کړل او په دې اړه یې سره سلا مشورې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۴:۲۰
Background image

په غزني ولايت کې د دوو قومونو تر منځ ۸ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

چهارشنبه ١٤٤٦/٤/٢٧

د دغه ولايت په ناهور ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د څارویو پر سر هغه ۸ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه، چې د دواړو قومونو تر منځ يې لوی جنجالونه ایجاد کړي وو.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۴:۱۴
Background image

په سرحدي او ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولايتونو کې د لرو پرتو ولسوالیو ولسونو ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه سفر

 

چهارشنبه ١٤٤٦/٤/٢٧

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د مشرتابه په هدايت د دغه وزارت لخوا د مرکزي کمېټې پلاوي، چې د مالي او اداري لوی رئیس مولوي محمد انور تائب يې مشري کوله، کنړ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۸:۴۶
Background image

د نورستان اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پراختیایي پروژو په موخه د یوه پلاوي سفر

 

دوشنبه ۲۵/۴/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مالي او اداري لوی رئیس مولوي محمد انور تائب د یوه پلاوي په مشري نورستان ولایت ته سفر وکړ او له هدایت سره سم یې د نورستان. . .

BACK TO NEWS