په بادغیس ولایت کې پېښه شوې شخړه حل شوه

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۴:۲۶
شخړه

د بادغیس ولایت د خواجه قرقیطه په سېمه کې د دوو کورنیو ترمنځ درې میاشتنۍ شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو، ځایي دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځکړیتوب حل شوه.

 یاده شخړه چې د یو لړ سیمه ییزو ستونزو پر سر رامنځته شوې وه او د څو میاشتو را پدېخوا يې جریان درلود نن ورځ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو، ځایي دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډو هڅو دواړه لوري سره کښېنول شول او رامنځته شوې شخړې ته یې د پای ټکی کېښود.

په پاي کې دواړه کورنیو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به بو بل ته ستونزه نه جوړوي او د حاکم  اسلامي نظام تر قیادت لاندې به ژوند کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۷:۵
Background image

په تخار کې د نظام او ولس ترمنځ د اړیکو نږدېوالي په موخه غونډه

چهارشنبه ـ ۱۱/۱/۱۴۴۶

د تخار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي احمدالله تالقاني په مرکز تالقان کې د ولسونو د همغږۍ، د نظام او ولس ترمنځ د اړیکو د نږدېووالي او د ولسي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پنجشېر ولایت کې د اسلامي نظام د ثبات، ولسي یووالي او انسجام ستره غونډه

چهارشنبه ـ ۱۱/۱/۱۴۴۶

په پنجشېر ولایت کې د یوې سترې غونډې پر مهال قومي سپین ږیرو د اسلامي امارت په پایداري او ثبات خوښي څرګنده کړه ویې ویل چې ټول ولس د دې نظام ملاتړی دی او هیچا ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۹:۳۲
Background image

په سمنګان ولایت کې دوې بېلابېلې شخړې چې د خلکو تر منځ یې ستونزې را پیدا کړې وې، هوارې شوې

په سمنګان ولایت کې د بېلابېلو ناستو پر مهال دوه شخړې چې یوه یې د ترافیکي حادثې په نتېجه کې د یوه سړي د وژنې له کبله او بله یې د دوو کسانو ترمنځ د فزیکي جګړې له امله رامنځته شوې وه، د. . .

BACK TO NEWS