لغمان کې  د ۱۳ کلنې خونړۍ دښمنۍ ترڅنګ فارياب کې هم ورته شخړه حل او فصل شوه

taqi2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۱:۲۴
مخکي مي شپه ورځ يادولي! اوس چي د نوم واورم خبره بدلومه

 

شنبه ۲۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۷

د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالي په شکۍ کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه اوږد مهاله ۱۳ کلنه دښمني، چې له امله يې دواړو خواوو ته درانه ځاني او مالي تاوانونه رسېدلي وو حل او د امن په ټغر سره کېناستل.
 
د دغې خونړۍ شخړې په ترڅ کې له دواړو غاړو ۹ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي وو، چې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤليو، قومي مشرانو، علماوو او ځايي خلکو په بيا بيا هڅو د سولې او ورورولي په فضا باندي بدله شوه.

په ورته مهال د فارياب ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ولسي مشرانو په همغږۍ د دې ولايت دولت آباد ولسوالي په فتح آباد سيمه کې د يوې ترافيکې پېښې له امله راپوره شوې شخړه حل او دواړه خواوې يې د سولې له خواږه نعمته برخمنې کړې.

د دې پېښې په نتيجه کې يوکس وژل شوی و او ۱۹ څاروي يې پکې هم له منځه تللي وو، چې د اسلامي امارت مشرانو يې ترمنځ د خير په فيصلې کولو سره هغوی پخلا او متضررو اشخاصو ته د شريعت په چوکاټ کې حق وسپارل شو.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۴۵
Background image

((اسلامي امارت هوډ لري چې هېواد د دوامداره پرمختګ او اقتصادي ځان بساینې پر لور روان کړي))

یکشنبه ۲۸ ربیع الاول۱۴۴۷
د پکتیا ولایت په ډنډ پټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې د ۱۳ بیلابیلو عام المنفعه  پروژو بنسټ ډبرې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین الحاج
. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۴۳
Background image

ارزګان کې ۱۳ کلنه او بلخ کې يو کلنه شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۲۸ ربیع‌الاول ۱۴۴۷

په ارزګان ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د مېرمنو پر سر راپورته شوې ۱۳ کلنه شخړه، چې دواړو غاړو ته يې ګڼې کورنۍ ستونزې را ولاړې کړې وې، د مسؤلينو په منځګړيتوب. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان کې  د ۱۳ کلنې خونړۍ دښمنۍ ترڅنګ فارياب کې هم ورته شخړه حل او فصل شوه

 

شنبه ۲۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۷

د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالي په شکۍ کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه اوږد مهاله ۱۳ کلنه دښمني، چې له امله يې دواړو خواوو ته درانه ځاني او مالي تاوانونه رسېدلي. . .

BACK TO NEWS

User account menu