د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست

mobta

د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چې پخوا آمریت و،  په ۱۳۹۵ کال کې ریاست ته لوړ شو، موخه یې  کارکوونکو ته په ټکنالوژيکي او معلوماتي چاروکې د غوره اینټرنتي اسانتیاوو برابرول دي.

د ټکنالوژۍ ریاست دوه آمریتونه لري

  • د شبکې آمریت
  • او هارډ ویر او سافت ویر امریت

د یاد ریاست عمده دندې:

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ټولو سافت وېرونو او پروژو چارو بهیر رهبري او کنټرول.

همدازار کارکوونکو ته د غوره انترنټي خدمتونو وړاندې کول، د ټکنالوژیکي  وسایلوڅخه  ساتنه وکړي او ترڅنګ یې  په دوامدار توګه د وزارت اړوندو څآنګو ته د لازمو انترنټي آسانتیاوو رامنځته کول ، د وزارت  مرکزي او ولایتي برخې کو د شبکې له وضعیت څخه په سمه توګه ساتنه  ؛ ترڅو وکړې شو معلوماتي او ټکنالوژیکي چارې مو کارکوونکو ته زیات سهولتونه رامنځته کړي.