د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسؤلينو په هرات کې ۶ کلنه شخړه هواره کړه

taqi_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۰:۲۰
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسؤلينو په هرات کې ۶ کلنه شخړه هواره کړه

 

يکشنبه ۱۶ صفرالمظفر ۱۴۴۷

د ياد وزارت لخوا يوه پلاوي چې پکې د دعوت ارشاد رئيس مفتي شفيع الله ثاقب، د تفتيش رئيس شيخ حضرت ولي حقاني او د مقام د شخړو د حل سلاکار محمد اجان رهبر شامل وو هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دوو کورنيو تر منځ ۶ کلنه دښمني په دوستي بدله کړه.

دغه شخړه، چې د اسحاقزو په سيمه کې رامنځ ته شوې وه او له امله يې يو کس وژل شوی و، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت ياد پلاوي د ځايي علماوو او قومي سپين ږيرو په ملتيا د يوې غونډې له لارې حل او د مقتول کورنۍ مقابل لوري ته بښنه وکړه.

د يادې جوړې شوې غونډې پر مهال مسؤلينو قومونه يووالي او ورورولي ته را وبلل او له هغوی يې وغوښتل، چې د هرې لويې او وړې ستونزې پر مهال د اسلامي امارت مشرانو سره موضوع شريکه کړي تر څو د بدو عواقبو مخه يې ونيول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۹:۲۰
Background image

په پلازمېنه کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت تر چتر لاندې د مرکزي ښوونيزو بنسټونو د ۷۱۵ تنو د فراغت مراسم ترسره شول

 

 ۱۴۴۷ جمادی الآخرة ۱۶

د دغو مراسمو پرمهال د ياد وزارت وزير الحاج ملا نور الله نوري په ګډون، د وزارت، مسلکي معين مولوي احمد طه قادري، د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۴۱
Background image

په هيواد کې د ولسواليو په کچه له خلکو سره د ولسي غونډو دوام

 

پنجشنبه ۱۳  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

په هيواد کې د ولسواليو په سطحه د ولسي يووالي، همغږۍ او ستونزو اورېدو په مناسبت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ولايتي ادارو په مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۴۵
Background image

په ننګرهار کې د دوو کورنیو پخلاینه 

 

 چهار شنبه ۵  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د ننګرهار ولایت په حصارک او بټي کوټ ولسواليو کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځپلمنځي اختلافاتو او تربګنۍ له وجهې رامنخته شوې شخړه تېره ورځ د یوې ناستې په ترڅ. . .

BACK TO NEWS

User account menu