د افغانستان او تاجکستان هيواد پر ګډه پوله، له شېرخان بندر څخه د مسؤلينو لېدنه
سه شنبه ۱۱ ربيع الأول ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع تېره ورځ د يوه پلاوي په مشري د کندز ولايت امام صيب ولسوالي اړوند شېرخان بندر ته سفر وکړ. نوموړي د دغه سفر پرمهال يادې کرښې سره نږدې د مېشتو خلکو ترڅنګ د کميسارۍ او سرحدي ليوا له مسؤلینو سره وکتل.
د دغه سفر په ترڅ کې ښاغلي شجاع د شېرخان بندر له یو شمېر مهمو نقطو څخه هم لیدنه او څارنه وکړه. نوموړي د سیمې د عمومي وضعیت، سرحدي شرایطو او د خلکو د ژوند د څرنګوالي په اړه لازم معلومات ترلاسه کړل او د هغه ځای د اوسېدونکو ستونزې او غوښتنې یې په مستقیم ډول واورېدلې.
د يادې لیدنې په پای کې د وزارت پلاوي د ډاډ په تر لاسه کولو سره د سيمه ييزو خلکو د ستونزو د رسولو او د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د لازمو اغېزمنو اقدامات يادونه وکړه
