د بېلابيلو قومونو له يو شمير مخورو سره کتنه
سه شنبه ٢٤ربيع الثاني ١٤٤٥
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت دجرگو رئيس ښاغلي شيخ حضرت ولي حقاني غور ولایت د يوه رسمي سفر په ترڅ کې د ياد ولايت له یو شمېر ديني عالمانو او مخور سره د دوئ د ستونزو د حل په موخه وکتل.
په دې کتنې کې ديني عالمانو او قومي مخور پخپلو خبرو کې په هېواد کې د امنيت د تامين او د قومونو ترمنځ د يوالۍ او همغږي په په ټنگښت يې خوښې څرگنده کړه زياته يې کړه چې په بېلابيلو برخو کې دې د غور ولايت د خلکو اړتياوو ته په کتو د دوئ د ستونزو حل ته پاملرنه وشي.
ورپسي د جرگو رئيس ښاغلي حقاني د یادو ديني عالمانو او قومې مخور ستونزې واوریدې او د حل په موخه یې د همکارۍ ژمنه ورکړه او دوئ ته یې ډاډ ورکړ چې ستونزو ته يې پاملرنه د دوئ د وظيفوي مسوليت په لومړیتوبونو کې ځاي لري او دحل په موخه به يې تر اړوندو ارگانو رسوي.