د علیزي قوم دوه خېلونه له ۱۵ کلنې بدي وروسته سره پخلا شول

khoram_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۲۴
د علیزي قوم دوه خېلونه له ۱۵ کلنې بدي وروسته سره پخلا شول!

پنجشنبه ۱۴۴۶/رمضان المبارک/۱۳

د هرات ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي جمال الدین عمري او مل هیئت، د سیمه ییزو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځایي مسؤلینو په ګډو هڅو او همغږي، د یوې قومي جرګې په ترڅ کې د یاد ولایت د علیزي قوم د دوو خېلونو ترمنځ یوه ۱۵ کلنه بدي حل کړه.
 
دغه بدي چې د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د کورنیو موضوعاتو پرسر راپورته شوې وه، د دواړو لوریو د اختلافاتو په پایله کې ۳ تنه په کې مړه او دوه نور په کې زخمیان شوي وو، چې د یادو تلفاتو له وجې یې د دښمنۍ لمن ورځ تربلې په پراخېدو وه او هیڅ یو لوري سولې ته زړه نه ښه کاوه، خو د خیرخواه مصلحینو او مسؤلینو د ډېرو ستړیاوو په برکت، تېره ورځ د یادې ناستې پرمهال دواړو خواوو له بدي لاس واخیست. 

د دغې بدي د حل په مراسمو کې د یاد ولایت د والي مولوي اسلام جار په شمول، د ګڼو نورو دولتي ادارو چارواکو او قومي مشرانو ویناوې وکړې، بدۍ او دښمنۍ یې د ټولني بدمرغې ناروغۍ یادې کړې او ولسونه یې اخوت او ورورۍ ته راوبلل. دوی عفوه او بښنه د مؤمن له هغو نېکیو یاد کړل چې اجر یې الله تعالی ﷻ په خپله ورکوي. د دغې غونډې په وروستیو کې په بدي کې ښکېلو خواوو یو بل ته د ورورۍ غېږې ورکړې او له یو بل سره د ښه ژوند تېرولو ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۲۴
Background image

د علیزي قوم دوه خېلونه له ۱۵ کلنې بدي وروسته سره پخلا شول

پنجشنبه ۱۴۴۶/رمضان المبارک/۱۳

د هرات ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي جمال الدین عمري او مل هیئت، د سیمه ییزو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځایي مسؤلینو په ګډو هڅو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

په جوزجان او کونړ ولایت کې د دوو شخړو حل!

پنجشنبه ۱۴۴۶/رمضان/١٣

د جوزجان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي غلام نبي صمیم د یاد ولایت مقام د هدایت پر اساس د متنفذو قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا، یوه اووه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۲:۳۵
Background image

د نیمروز ولایت اړوند د سرحدي پولې د پلټنې او څار په موخه سفر

د نیمروز ولایت اړوند د سرحدي پولې د پلټنې او څار په موخه سفر

 

دوشنبه ۱۰ رمضان ۱۴۴۶

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو رئیس مولوي غلام صدیق سباوون نیمروز ولایت. . .

BACK TO NEWS