افغانان داسې یو باامنه نظام لري چې په نړۍ کې یې سیال نشته

taqi_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۵۲
افغانان داسې یو باامنه نظام لري چې په نړۍ کې یې سیال نشته

شنبه ١٧ صفر المظفر ۱۴۴۸

د زابل ولايت دايچوپان ولسوالۍ علماوو او قومي مخورو په دغه ولسوالۍ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري یوې جوړې شوې ولسي غونډې ته وویل: د اسلامي امارت مشران د دوی په زړونو کې ځانګړی ځای لري او د مشرتابه د ټولو فرامینو او ارشاداتو اطاعت خپله دینی وجیبه ګڼي.

دوی د اسلامي امارت په صف کې اطاعت او همغږي بې سارې وبلله او زیاته یې کړه، چې له پنځولسېزو وروسته پر افغانانو یو داسې با امنه نظام حاکم شوی چې په نړۍ کې یې سیال نشته. د هغوی په باور که دا یووالی او همغږي وساتل شي هيواد به په اقتصادي، امنیتي او سیاسي برخو کې لا ستر پرمختګونه وکړي. قومي مشرانو له حکومت څخه د سړکونو، کلینیکونو، ښوونځیو او مخابراتي شبکو د پراختیا او جوړېدو غوښتنه هم وکړه.

ورپسي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې وویل: جهاد یو الهي مکلفیت و او د ننني امنیت، ثبات او ارام ژوند بنسټ د همدې قربانیو په برکت اېښودل شوی دی. هغه ټینګار وکړ چې اوس د جګړو وخت پای ته رسېدلی او د هيواد د ابادۍ او پرمختګ پړاو پیل شوی، نو د هر افغان مسؤولیت دی چې د هيواد په رغونه کې خپله ونډه واخلي.

ښاغلي نوري صيب زیاته کړه، چې هغه پراختیایي پروژې چې کلونه یې چارې درېدلې وې اوس د بشپړېدو وروستيو پړاوونو ته رسېدلې دي. نوموړي د یووالي په اړه وویل: نن په افغانستان کې د ورورولۍ او اتفاق داسې فضا رامنځته شوې، هغه کسان کومو چې پرون زموږ مخالفت کاوه نن مو هرکلی کوي او د هېواد د رغونې او پرمختګ لپاره له نظام سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۱۵
Background image

خوست کې د ا.ا.ا د مشرانو په هڅو د درې لسېزو دوامدارې دښمنۍ پای وموند

يکشنبه ١۸ صفر المظفر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست رئيس د شخړو د حل کمېسيون غړو او قومي مشرانو د ځايي خلکو په ملتيا د دغه ولايت په ځاځي ميدان ولسوالي کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۲۴
Background image

باميان کې د دوو قومونو ترمنځ د شخړې د حل ترڅنګ سمنګان کې څلور کلنه بدي پای ته ورسېده

يکشنبه ١۸ صفر المظفر ۱۴۴۸

د باميان ولايت د مرکز اړوند سيمې دوه لويو قومونو ترمنځ د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې شخړه، چې په پايله کې يې له يوه لوري څخه يو کس ټپي شوی و او ګڼ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۹:۴۷
Background image

خوست کې د مسؤلينو او عامو خلکو ترمنځ ولسي غونډه

شنبه  ۱۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د باک ولسوالۍ له ولسونو، قومي مشرانو او علماوو سره د شریعت د احکامو د لا ښه نفاذ، د ولس او حکومت ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او ګډ تفاهم د رامنځته. . .

BACK TO NEWS

User account menu