په سرپل ولایت کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه

mobta-af
Thu, Sep 14 2023 8:00 AM
Mobta

۲۷/۲/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د هغمږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد د یوه پلاوي په مشرۍ په سرپل ولایت کې له قومي مشرانو، علماء کرامو او ځوانانو سره د همغږۍ غونډه جوړه کړه.

په دې غونډه کې دینې عالمانو او قومي مشرانو د قومونو تر منځ پر یووالي خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې اوس پښتون، تاجک، هزاره ترکمن او نور قومونه د وروڼو په څېر ژوند کوي او د تفرقې مخه نیول شوې ده. دوی امنیت د الله تعالی (ج) یو لوی نعمت وباله. 

د وزارت د جرګو او قبایلي چارو رئیس شیخ حضرت ولي حقاني وویل: امریکایان د امکاناتو او ځواک په لحاظ له موږ سره هیڅ د پرتلې وړ نه وو، خو موږ د ایمان او عقېدې په قوت  سره مات کړل.

د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي عابد وویل: اشغالګرو د بشر د حقوقو په نامه دلته د بشریت ټول حقوق تر پښو لاندې کړل، د مخدره موادو کښت، تجارت او قاچاق یې اوج ته ورسول او تر ۴ میلیونه وګړي یې په نشو روږدي راپرېښودل. هغه زیاته کړه: د هیواد په مختلفو برخو کې د بیارغوونې کارونه جریان لري چې د قشقرې د نفتو استخراج یې یوه بیلګه ده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu