شمال او شمال ختيځو ولايتونو ته د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست او مل پلاوي سفر

mobta-af
Thu, Aug 11 2022 3:06 PM
mobta

۱۴۴۴/۱/۱۳

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري او ورسره مل پلاوی د شمالي ولايتونو د رسمي سفر په ترڅ کې د کندز او تخار ولايتونو د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو له رياستونو څخه ليدنه تر سره کړه. ياد پلاوی چي سفر يې د ځينو شمالي او شمال ختيځو ولايتونو څخه د ليدنې په موخه پيل کړی وو چهارشنبه مازيګر د کندز ولايت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رييس مولوي احسان الله ثاقب سره په ياد رياست کې وکتل. د رياست ستونزې او غوښتنې يې واوريدل او د سرحدي سيمو په اړه وروستي معلومات يې ترلاسه کړل.‏ ښاغلي (نوري) د رياست چارې او فعاليتونه وستايل او د همکارۍ ډاډ يې ورکړ. د سفر په دې لړ کې يې نن پنجشنبه د تخار ولايت کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو له رئيس احمدلله تالقاني صاحب سره وکتل تالقاني صاحب د سرحدي ولسواليو د خلکو د ستونزو او د امو سيند د تخريباتو په اړه معلومات ورکړل، نوموړي د ق تخار د ټولو مېشتو قومونو تر منځ د ښې همغږۍ او همکارۍ او غوښتنه يې وکړه چې د آمو سيند ته دي د تحکيماتو جوړولو غوښتنه او اقدام وشي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu