د (یفتلیانو د امپراتورۍ تاریخ) د کتاب مخکتنې په غونډه کې ګډون!

mobta-af
Thu, May 27 2021 12:19 PM
mobta

د بدخشان سفر:

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم بدخشان ولایت ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ په یاد ولایت کې د (یفتلیانوامپراتورۍ تاریخ) د کتاب د مخکتنې پهغونډه کې، چې ګڼ شمېر قومي مشران، فرهنګیان، ادیبان او مخور هم حاضر وو ګډون وکړ.

غونډه کې بيلابېلو قومي مشرانو، فرهنګي او علمي شخصیتونو، مخورو او ځوانانو خبرې وکړې او بدخشان ولایت ته یې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د سفر هرکلی وکړ.

دغه راز یې له ښاغلي محب الله صمیم څخه مننه وکړه، چې د ملت او دولت ترمنځ د واټن په لنډولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او خپل ولس ته مثبته روحیه ورکوي، ترڅو د موجوده نظام او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه بشپړ ملاتړ وکړي او ترڅنګ یې اوسي.

ورپسې محترم محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د بدخشان د زړورو خلکو په تېره بیا د یفتلیانو مبارزه او کارنامې وستایلې وې ویل: زه د بدخشان له درنو ولسونو مننه کوم، چې تل یې د خپل نظام او د حکومت له برنامو څخه ملاتړ کړی، او په دې ولایت کې یې د ملي پروژو د پلي کولو په برخه کې همکاري ترسره کړې دغه راز ښاغلي صمیم یاد مشران سبا هغې سترې ولسي غونډې ته هم راوبلل چې د جمهوریت، نظام، ملي ـ امنیتي ځواکونو د ملاتړ او پر وسلوالو طالبانو د اوربند غږ په موخه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له لوري جوړیږي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu