جوزجان کې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه
چهارشنبه ١٤ جمادیالآخرة ۱۴۴۸
د جوزجان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو رياست رئيس مولوي غلام نبي صميم په مشري د ديني عالمانو او قومي سپين ږيرو په دوامداره همکاري د دغه ولايت مرکز اړوند سيمه کې د ځمکې د ملکيت له امله د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه هواره شوه.
دغه راپورته شوې شخړه، چې د يو باب مسجد او مدرسې لپاره د انتخاب شوې ځمکې له امله د څو خواوو ترمنځ راپورته شوې وه سخت اختلافات او ستونزې ايجاد کړې وي.
مسؤلينو د دغو ستونزو او اختلافاتو د پای ته رسولو لپاره له ښکېلو خواوو واکونه واخيستل او د خير په فيصلې کولو سره يې يادو اختلافاتو ته د پای ټکی کېښوده.
