په هلمند کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه حل شوه

haqani_admin
Wed, Nov 04 2026 9:58 AM
په هلمند کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه حل شوه

چهارشنبه/۲۳/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه شخړه، چې د مقابل لوري د یوه غړي له مړینې وروسته رامنځته شوې وه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس الحاج مولوي اکرام‌ الدین بصیري په لارښوونه او د قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب حل شوه

د موضوع د هواري په موخه جرګه‌ کوونکو د دواړو کورنیو ترمنځ د شخړې د رامنځته کېدو لاملونه په تفصیل وڅېړل، د هر لوري ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د اسلامي شریعت د لارښوونو پر بنسټ یې د حل مناسبه لار ولټوله. هغوی د زغم، بښنې، خپلوي پالنې او د کورنیو ترمنځ د اړیکو د بېرته ټینګښت پر ارزښت خبرې وکړې او په پای کې یې داسې پرېکړه وکړه، چې د دواړو لورو د قناعت وړ وګرځېده او په دې سره دواړه کورنۍ سره پخلا شوې.

له خبرو او منځګړیتوب وروسته دواړو لورو د پرېکړې منلو ته غاړه کېښوده او هوکړه یې وکړه، چې د مقابل لوري حقونه به رعایتوي او د شوې پرېکړې له مخې به خپل ټاکل شوي مالي مکلفیتونه ادا کوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu