په هلمند کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه حل شوه
چهارشنبه/۲۳/ جمادی الاول ۱۴۴۸
د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه شخړه، چې د مقابل لوري د یوه غړي له مړینې وروسته رامنځته شوې وه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس الحاج مولوي اکرام الدین بصیري په لارښوونه او د قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب حل شوه
د موضوع د هواري په موخه جرګه کوونکو د دواړو کورنیو ترمنځ د شخړې د رامنځته کېدو لاملونه په تفصیل وڅېړل، د هر لوري ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د اسلامي شریعت د لارښوونو پر بنسټ یې د حل مناسبه لار ولټوله. هغوی د زغم، بښنې، خپلوي پالنې او د کورنیو ترمنځ د اړیکو د بېرته ټینګښت پر ارزښت خبرې وکړې او په پای کې یې داسې پرېکړه وکړه، چې د دواړو لورو د قناعت وړ وګرځېده او په دې سره دواړه کورنۍ سره پخلا شوې.
له خبرو او منځګړیتوب وروسته دواړو لورو د پرېکړې منلو ته غاړه کېښوده او هوکړه یې وکړه، چې د مقابل لوري حقونه به رعایتوي او د شوې پرېکړې له مخې به خپل ټاکل شوي مالي مکلفیتونه ادا کوي.
