د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د قومي او ولسي غونډو په دوام نن د ميدان وردګ ولايت له خلکو سره غونډه وشوه

haqani_admin
Wed, Nov 25 2026 3:15 PM
د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د قومي او ولسي غونډو په دوام نن د ميدان وردګ ولايت له خلکو سره غونډه وشوه

چهار شنبه ۱۴ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري په ټول افغانستان کې له خلکو سره د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د تنفيذ او ولسي همغږۍ په موخه د روانو غونډو په لړ کې نن د ميدان وردګ ولايت له ولسونو سره د ياد وزارت د سرحدي پلټنو د معين مولوي عنايت الله شجاع په مشرۍ يوه لويه غونډه ترسره شوه.

قومي مشرانو غونډه کې د اسلامي امارت له لوري په کم وخت کې د ترسره شوو کارونو ستاينه وکړه. هغوی ټينګار وکړ، چې ولس په سختو شرايطو کې د مجاهدينو ملاتړ کړی په کورونو کې يې ځای ورکړی نو اوس مسؤلين بايد د ولس پر وړاندې خپلې دروازې پرانيستې وساتي او د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي. قومي مشرانو د پوهنې، زراعت، اوبو بندونو، چک ډيمونو او استنادي ديوالونو د رغولو په برخه کې خپلې غوښتنې له مسؤلينو سره شريکې کړې.

ورپسې د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنايت الله شجاع خلک د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌الاسلام حفظه الله تعالی فرامينو او اطاعت ته راوبلل او ويې ویل، چې په اسلامي امارت کې د موجودې ازادۍ او عدالت ساری نه لیدل کېږي، ځکه په دې نظام کې د مسؤلینو او عامو خلکو ترمنځ توپیر نشته. نوموړي همداراز افغانان د خپل هېواد رغونې ته وهڅول او ډاډ یې څرګند کړ، چې که افغانستان ته په ګډه کار وشي لرې نه ده، چې د نړۍ خلک به دلته ته د کار لپاره راشي.

غونډې ته د ميدان وردګ والي ملا خير الله خير خوا او د جرګو او قبايلې چارو د همغږۍ رئيس مولوي محمد آجان رهبر د ميدان وردګ ولسونه هغه خلک ياد کړل، چې په وينا يې د هر تجاوزګر پر وړاندې يې خپل شجاعت ثابت کړی او له دغو خلکو يې وغوښتل، چې د نظام په شکرانې سره خپل اولادونه د اسلامي امارت پر ارزښت او اهميت وپوهوي. دوی همداراز د اسلامي امارت ځواکونه وستايل او د فسادګرو، غلو او ظالمانو پر وړاندې يې د هغوی مبارزه بې ساري وبلله.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu