د تخار ولایت د همغږو ځوانانو شورا له رئیس او غړو سره کتنه!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۱۰:۴۸
mobta

۱۳۹۹/۱۱/۱۹

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د تخار ولایت د همغږو ځوانانو شورا له رئیس ښاغلي انجینر ذبیح الله ابراهیمي او غړو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنې کې ښاغلي ابراهیمي د یادې شورا د فعالیتونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د سرحدونو لو قبایلو چارو وزیر ښاغلی محب الله صمیم یو ملي فکر لرونکی شخصیت یاد کړ، وې ویل: موږ د یو ټولینز بنسټ په توګه هیڅ کله ملي ګټې تر شخصي ګټو غوره نه بولو او د خپل هېواد د آبادې او سوکالي لپاره هلې ځلې ترسره کوو، چې د همدې شورا له لارې د ځوانانو د زده کړې د کچې لوړولو، د ملي روحیې پياوړي کولو، د ټولنیزو او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار کوو.

دغه راز نوموړو له وزارت سره د خپلو همکاریو ډاډ څرګندولو په ترڅ کې وویل: چې اساسي موخه مو په هېواد کې د پوه او مجربو ځوانانو روزل دي، چې له دې لارې به خپل هېواد او خلکو لپاره د خدمت مصدر وګرځي.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم خبرې وکړې وې ویل: خوښ یم، چې په تخار ولایت کې د تاسو په شان ځوان کدرونه شتون لري، چې د ملي فکر له لارې د هېواد د پرمختګ لپاره هاند او هڅې کوي، نن ورځ مو هېواد له هرڅه نه مخکې ملي یووالي ته اړتیا لري، چې تاسو ځوانان په دې برخه کې ارزښتناک رول لوبول شې.

دغه راز ښاغلي صمیم زیاته کړه: موږ ولایتي سفرونه پیل کړي، چې انشاالله تخار ولایت ته هم رسمي سفر لرو، ترڅو د قومي مشرانو، دیني عالمانو، مخورو، ځوانانو او خویندو وروڼو وړاندیزو او نظریات راټول او د جلالتماب رئيس جمهور تر میز یې ورسوو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu