د هېواد روان وضعيت او سولې په اړه خبرې وشوې!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۸:۵۹
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محمد شفيق ګل آغا شېرزي نن په خپل استوګنځي کې د بهرنيو چارو وزارت له پخواني سياسي معين ښاغلي حکمت خليل کرزي او د اسلامي جمعيت ګوند له مرستيال ښاغلي الحاج کليم الله نقيبي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د سولې بهیر ‏⁦په وروستیو پرمختګونو، شته فرصتونو، د هېواد په روان وضعيت، بين الافغاني خبرو اترو او د دغه بهیر په برياليتوب کې د هېواد د مطرحو سياسي او ملي شخصيتونو له اغېزمنو نظرياتو د استفادې په اړه بحث او هر اړخيزې خبرې وکړې.

د غه راز په دې کتنه کې د سولې د ټينګښت او د قومونو د انسجام په برخو کې د سرحدونو او قبايلو چارو د محترم وزير پخوانى او اوسنۍ هلې ځلې وستايل شوې.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴
Background image

د سرحدي پلټنو مرستیال د وزارت کارکوونکو ته د اطاعت په هکله وینا وکړه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع نن ماسپښين مهال د وزارت کارکوونکو او مامورينو ته د خپلې وينا په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳
Background image

لغمان کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ کنړ کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس د قومي مشرانو په همغږۍ د دغه ولايت په مرکز کې د څو تنو هېواد والو ترمنځ د ځينو مالي حسابونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

باميان ولايت کې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د شخړې حل

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د باميان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د شبر ولسوالي په سیمه کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu