په هرات کې د فاتحو په بېلابېلو مراسمو کې ګدون!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۰ - ۱۱:۲۱
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزير محترم محمد شفيق ګل اغا شېرزي نن سې شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د وږي میاشتې په 19 مه نېټه له غرمې مخکې هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د بارک د سرتاسري شورا د ريس ښاغلي حاحی عبدالستار پهلوان او له غرمې وروسته د هرات د کوهسان ولسوال ښاغلي حاجي امين هفت بلا کورونو ته تشريف يوړ، د نوموړو د وروڼو د فاتحو په مراسمو کې يې برخه واخيسته او د خپل ژور خپګان، خواخوږۍ او تسليت مراتب يې وړاندې کړل .

ښاغلي شېرزي د لوى خداى ج له دربار څخه خداې بخښلو ته د فردوس جنت او وارثانو او د کورنيو ټولو غړو ته يې د جميل صبر او عظيم اجر هېله وکړه.

په مقابل کې ښاغلي عبدالستار پهلوان او ښاغلي حاجي امين هفت بلا د سرحدونو او قبايلو چارو د محترم وزير له نيک احساس او غمشريکۍ څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵
Background image

د هيواد په شپږو ولايتونو کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۱۵ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په مختلفو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۴۴
Background image

د ولسواليو په کچه د ولسي غونډو دوام

 

دوشنبه ۱۲ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان له مخې د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د غونډو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د ۱۸ کلنې شخړې سربېره پروان کې ۴ کلنه او لغمان کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۱۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د استازو لخوا د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب د دغه ولايت په تڼيو ولسوالي کې د دوو کورنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu