دکندهار ولایت د مېشتو کاکړو قوم له مشرانو او مخورو سره کتنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۳۰ - ۱۱:۵۴
mobta

په دې مشورتي ناسته کې ښاغلي شېرزي لرغونى کندهار د ټولو مېشتو قومونو ګډ کور وباله، وى ويل: باید ټول درانه قومونه، چې غم او خوشحالي يې يوه ده، په اتحاد او اتفاق سره لاسونه ورکړي او هېواد له روانو ناخوالو څخه وژغوري، ښاغلی شېرزي دغه راز د هېواد روان حالت خورا مهم یاد کړ، او د جمهوري رياست راروانې ټاکنې یې د افغانانو د ژغورنې یوازینۍ لاره وبلله.

ښاغلي شېرزي د ملي يووالي حکومت لاسته راوړنې وستايلې، وې ویل د افغانستان ولسمشر جلالتماب اشرف غني په ډېرو نازکو حالاتو کي دا هېواد په ډیر ښه ډول اداره او مدیریت کړ، چې دا کارونه به د اتل شاه غازي امان الله خان ارواح ياده او ښاده کړي.

ورپسې د کاکړو مشر حاجي صمد خان آکا د خپلو خلکو ستونزې شريکې کړې، او له ښاغلي شېرزي څخه يې په حل کي د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل تاسو د د هېواد په کچه مجرب ملي مشریاست ، موږ په هر ډول حالاتو کي د موجوده نظام د پايښت او ستاسو ترشاه ولاړ یو.

ښاغلي شېرزي صاحب د ګډونوالو ستونزي او مشکلات پرځاي وبلل، او په حل کي يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۵۴
Background image

په خوست کې د ماشوم د قتل پرسر د پېښې شوې شخړې پخلاینه وشوه

 

سه شنبه /۴/ذولقعده/۱۴۴۷

د خوست ولایت باک ولسوالۍ اړوند په ترکیو سیمه کې هغه دوښمني چې د دوو اړخونو د جنګ په پایله کې یو ماشوم پکې په قتل رسیدلی وو، د نوموړي ولایت د سرحدونو قومونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

په پلازمېنه کابل کې د ښونیزو مرکزونو او تشریفاتو ریاست اړوند د یوه قلم ګازو داوطلبي: 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې په مرکز کابل کې د وزارت اړوند ښوونیزو مرکزونو د یوه قلم ګازو د داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي، د ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

د وزارت اړوند د جامو او دفتري وسایلو داوطلبي: 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې په د وزارت د جامو او دفتري وسایلو د داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي، د ګډون لپاره شرطپاڼه په انلاین توګه. . .

BACK TO NEWS

User account menu