په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه

haqani_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۳:۴۹
په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه

سه شنبه/۲۲/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د خوست ولایت مرکز متون اړوند د کونډیو کلي د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۳۴ کلنه دښمني، چې د څلورو کسانو د وژل کېدو او دواړو لورو ته د ځاني او مالي زیانونو لامل شوې وه، د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، قومي مشرانو او مصلحینو په منځګړیتوب د یوې قومي جرګې له لارې پای ته ورسېده.

جرګه‌ کوونکو د وینې تویېدو، د دښمنۍ د دوام او د هغې د ناوړه پایلو په اړه خبرې وکړې او د اسلامي ورورولۍ، عفوې او تېرېدنې پر ارزښت یې ټینګار وکړ. هغوی د قومي مشرانو او مخورو مسؤلیت وباله، چې د اختلافاتو د پراخېدو مخه ونیسي او د خلکو ترمنځ د سولې، یووالي او ورورولۍ د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.

د پرله‌ پسې هڅو او منځګړیتوب په پایله کې دواړو کورنیو د تېر وخت د ناخوالو د هېرولو او خپلمنځي اړیکو د بېرته رغولو هوکړه وکړه. هغوی ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به د متقابل درناوي او ورورولۍ اړیکې ساتي او هر ډول اختلاف به د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۳:۵۳
Background image

په غزني کې د دوو قومونو ترمنځ د قتل له امله رامنځته شوې شخړه  پای ته ورسېده

سه شنبه/۲۲/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ د عمرخېلو کلي د یوه اوسېدونکي د وژل کېدو له امله د دوو قومونو ترمنځ رامنځته شوې شخړه، د غزني ولایت مقام او د سرحدونو، قومونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۳:۴۹
Background image

په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه

سه شنبه/۲۲/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د خوست ولایت مرکز متون اړوند د کونډیو کلي د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۳۴ کلنه دښمني، چې د څلورو کسانو د وژل کېدو او دواړو لورو ته د ځاني او مالي زیانونو لامل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۳
Background image

په زابل او بامیانو ولایتونو کې د دوو شخړو پخلاینه 

دوشنبه/۲۱/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د زابل مرکز قلات او د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ ۷ کلنه بدي تېره ورځ د زابل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په مشري د. . .

BACK TO NEWS

User account menu