په کونړ کې د ۲۸ کلنې دښمنۍ پخلاینه
یکشنبه/۲۰/ جمادی الاول ۱۴۴۸
د کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ په ګل سلک کلي کې ۲۸ کلنه مرګونې دښمنۍ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رئیس مولوي تحمیدالله غازي، سیمه ییزو مسؤلینو، علماءکرامو او مصلحینو په منځګړیتوب حل شوه.
دغه بدي چې د دوو کورنیو ترمنځ د فزیکي اخ و ډب پرمهال پکې دوه تنه وژل شوي وو، له اوږدې مودې راهیسې یې د ښکېلو خواوو ترمنځ ډېر جنجالونه رامنځته کړي وو، چې له نېکه مرغه د مسؤلینو او قومي مشرانو په هلوځلو د یوې ناستې په ترڅ کې په دوستي بدله شوه.
د یادې بدي د پخلاینې په موخه په رابلل شوې غونډه کې مسؤلینو، قومي مشرانو او متنفذینو د عفوې، ورورولۍ او وحدت پر ارزښتونو ټینګار وکړ او خلک یې د د ولسي شخړو د سولهییز حل او یو بل منلو ته راوبلل. قومي مشرانو دغه راز د شخړو حل په برخه کې د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلینو له هڅو ستاينه وکړه او د شخړو حل یې د ټولني د اصلاح یوه مهمه برخه وبلله.
د غونډې په پای کې د طرفینو ترمنځ د سولې پرېکړه وارول شوه او د دواړو لوري له رضایت وروسته دواړه لوري یو بل ته غاړه غاړه شول، چې په دې سره یې اوږدمهاله کینه او دښمني پای ته ورسېده او غونډه د دعائیې په کلیماتو سره پای ته ورسېده.
