د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه له خلکو سره د شریعت د نفاذ غونډې
دوشنبه ۲۲ ربيع الآخر ۱۴۴۸
د بدخشان ولایت په يمګان ولسوالي او جوزجان ولايت په قرقين ولسوالي کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د اسلامي شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډه د يادو ولايتونو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چار رياستونو د استاز په حضور کې د ولسواليو د مسؤلينو، علماوو، متنفذينو، قومي مخورو او عامو خلکو سره ترسره شوه.
د دغو جوړيو شويو غونډو له لارې د بدخشان او جوزجان ولايتي مسؤلينو او د يادو ولسواليو استازو د اسلامي شريعت پر پلي کولو ټينګار وکړ او د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمانونه یې خلکو ته تشریح کړل. دوی همداراز ولسي خلک د اسلامي نظام پیروي او یو بل منلو ته راوبلل او ټینګار يې وکړ، چې د شرعي احکامو په خپرولو کې خپله ونډه واخلي.
په همدې حال کې د خوست ولايت په تڼيو او غور ولايت په تولک ولسوالي کې هم د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډه وشوه، چې پرمهال یې د دغو ولايتونو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياستونو استازو او د ولسواليو ګڼ شمېر اوسېدونکو برخه لرله. په دې مراسمو کې د شرعي حکمونو پر ارزښت او ګټو مفصل معلومات وړاندې شول.
علماء کرامو او قومي مشرانو هم یادو غونډو ته په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د سرتاسري امنيت، ولسي يووالي او اتحاد په شتون خوښي څرګنده کړه او ياد نظام يې د خلکو د مال او سر د خونديتوب لپاره بي ساري وباله. علماء کرامو او قومي مشرانو همداراز ولسونه د اسلامي شریعت او احکامو پلي کولو ته هم راوبلل.
