خوست کې د ۱۶ کلنې بدي حل
يکشنبه ۹ ربيع الأول ۱۴۴۸
د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د ديني عالمانو، قومي سپين ږيرو، او مشرانو په هلو ځلو د خوست او لوګر ولايت د دوو کورنیو ترمنځ موجوده خپلمنځي دوښمني، چې شاوخوا ۱۶ کاله مخينه يې درلوده او له یوې خوا پکې یوه مېرمن وژل شوې وه په دوستي بدله شوه.
د دغې رامنځته شوې دښمني د حل په موخه د اسلامي امارت مسؤلينو څو ځله د ښکېلو کورنيو له مشرانو سره ناستې ترسره کړې، هغوی يې سولې ته وهڅول او د عفوې او بښنې پر ارزښتونو يې وپوهول، چې بلآخر دواړو خواوو په همدې اساس روغې ته غاړه کېښوده.
د يادې روغې جوړې د مراسمو پرمهال جرګه کوونکو مشرانو د طرفينو استازي يو بل ته ورغاړې ویستل او د هغوی په رضايت سره د ترسره شوې پرکړې له مخي يې ورياده کړه، چې تر دې وروسته هیڅ لوری پر بل د بريد حق نه لري بلکې دواړه خواوي به د ورورولي او خوښي ژوند ته دوام ورکوي
