زابل کې د قتل له امله راپورته شوې بدي په دوستي بدله شوه
سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸
د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوه تن د قتل له امله راپورته شوې بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مشرانو او ولايتي ادارې د استازو له لوري يادې ولسوالۍ ته د يو سفر په ترڅ کې حل او ښکېلې لوري سولې ته راوبلل شول.
يادو مسؤلينو د سیمې له علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره د ګډو ناستو په ترسره کولو سره د قضیې ټول اړخونه په هر اړخیز ډول وڅېړل، له طرفينو يې واکونه واخېستل او د يوې شرعي فيصلې په کولو سره يې د هغوی ترمنځ روغه جوړه رامنځته کړه.
د ښکېلو کورنيو مشرانو د مسؤلينو له خوا په ترسره شوې فيصله رضايت څرګند کړ، يوبل ته يې د خوښي غاړې ورکړې او د اسلامي امارت له مسؤلينو څخه په مننې کولو سره يې ژمنه وکړه، چې بېرته به يادې بدي ته نه راګرځي بلکي د ورورولي ژوند به سره کوي
