کاپيسا، ننګرهار او بلخ ولايت کې جلاجلا شخړې حل شوې
چهار شنبه ٢۸ شوال المکرم ۱۴۴۷
د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د ځايي قومي سپين ږيرو په ملتيا د دغه ولايت په حصه دوهم کوهستان کې د دوو کورنيو ترمنځ د کورنيو جنجالونو له امله راپورته شوې يوکلنه شخړه پای ته ورسوله. په ياده شخړه کې يوه مېرمن وژل شوې او څوتنه نور ټپيان شوي هم وو.
همداراز د ننګرهار ولايت په بهسود ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ په يو لړ مسائلو لومړی لفظي شخړه رامنځته شوي وه، چې وروسته په فزيکې شخړه بدله او په پايله کې يې پنځه تنه ژوبل شوي وو، چې ګڼې ستونزې يې را ولاړې کړې وې. دا شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو له لوري حل او فصل شوه.
د دې ترڅنګ د بلخ ولايت په مزارشريف ښار کې دوه کلنه شخړه، چې لوی اختلافات يې رامنځته کړي وو د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د استازو په هڅو داسې مهال پای وموند چې دواړو لوريو يوبل ته د خوښي غاړې ورکړې.
