له اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنه د هر افغان ملي او ديني مسؤلیت دی

taqi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۵:۰
له اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنه د هر افغان ملي او ديني مسؤلیت دی

 

یکشنبه ۷/ رجب المرجب/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په هلمند ولایت کې له قومي مشرانو، دیني عالمانو، متنفذینو ، ځوانانو او د محلي ادارو له مسؤلینو سره یوه پراخه ولسي غونډه ترسره شوه، چې پکې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین مولوي محمد علي جان احمد هم ګډون درلود.

په یاده ولسي غونډه کې قومي مشرانو او متنفذینو د نظام په ساتنه ټینګار وکړ وې ویل: د اسلامي نړۍ په کچه دا یو ځانګړی الهي فضل دی چې یوازې افغانانو ته ور په برخه شوی چې الله تعالی ورباندې یو خالص اسلامي نظام حاکم کړی، داسې نظام چې چارې یې نن په مستقیم ډول د شریعت له احکامو سره سم تنظیم او عملي کېږي. هغوی زیاته کړه چې د نړۍ کفار هیڅکله هم د اسلامي نظام زغم نه لري، ځکه د حق حاکمیت او د شریعت تطبیق د هغوی له ناحقه غوښتنو، مادي ګټو او استعماري موخو سره په ښکاره ټکر کې دی، نو له همدې امله د دغه نظام ساتنه او دفاع د هر افغان ملي او دیني مسؤلیت بلل کېږي

همداراز مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین هم جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې موږ د رب ذوالجلال له ځانګړي فضل څخه برخمن یو چې د خپل سپېڅلي دین د خدمت لپاره یې غوره کړي یو؛ دا نه یوازې ستر نعمت او لوی افتخار دی، بلکې یو دروند ملي او دیني مسؤلیت هم دی نوموړي همداراز په هېواد کې تیر شوي انقلاب ته هم اشاره وکړه زیاته یې کړه چې په یاد انقلاب کې د هلمند زړور او غیرتمندو ولسونو هم سترې قربانۍ ورکړې، له بې ‌سارو ستونزو او کړاوونو سره  لاس او ګرېوان پاتې شوي. اوس یې وخت راغلی چې د دوی خدمت وشي او ستونزې یې حل شي او موږ د همدې موخې لپاره نن دلته راغلي یو، ځکه د ولس خدمت زموږ وجیبه او مسؤلیت دی

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۴
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

سه شنبه ۲۳ رجب المرجب ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي اخوت او  خلکو ستونزو د اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او قبايلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۲۴
Background image

کنړ کې د ۳۵ کلنې شخړې سر بېره بلخ کې هم مسؤلينو ۸ کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښود

 

يکشنبه ۲۱ رجب المرجب ۱۴۴۷

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په ملتيا د دغه ولايت يه آسمار ولسوالي کې د يوې ۳۵ کلنې دښمۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۱۷
Background image

بلخ او ارزګان کې جلاجلا شخړې حل شوې

 

چهارشنبه ١٨ رجب المرجب ۱۴۴۷

په بلخ ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ  هغه راپورته شوې څه باندې يو کلنه شخړه، چې دواړو لوريو ته يې ګڼې ستونزې راولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu