‏د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د څلورو لېسو فراغت غونډې ترسره شوې

taqi2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۶:۱۴
شخړه

‏ شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ په خوست، غزني، هرات او بدخشان ولایتونو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له اړوندو څلورو لېسو څخه (۱۳۳) تنه زده کوونکي فارغ شول.یاد زده کوونکي چې د هیواد د مختلفو سرحدي سیمو، فرضي کرښې او صفري ټکو اوسېدونکې وو، تېره ورځ یې له دغو لېسو څخه د فراغت غونډو پرمهال د دوولسم ټولګي فراغت سندونه ترلاسه کړل.ددغو زده کوونکو دفراغت په موخه په ټولو لېسو کې دفراغت مراسم نیول شوي وو،چې په دې لړ کې دخوست له قبایلو عالي لیسې څخه (۲۸) تنه،دغزني له وکیل محمد جان کوچي عالي لیسې څځه (۴۲) تنه،د هرات له نمونوي عالي لیسې څخه (۲۰) تنه او دبدخشان له پامیر عالي لیسې څخه (۴۱) تنه زده کوونکي فارغ شول.دفراغت غونډو کې پرمهال د زده کوونکو دکورنیو په استازولي ځينو مشرانو او مسؤلینو خبرې وکړې او دلېسو له ستړیاوو او خدمتونو یې ستاینه وکړه.دوی ټولو فارغانو، ددوی والدینو،دلېسو اداري او درسي کارکوونکو او په ټوله کې د علم مینوالو ته مبارکي وویله او زده کوونکي یې لوړو زده کړو ته وهڅول.مشرانو همدا راز زیاته کړه چې دا لیسې د لرې پرتو ولسوالیو، فرضي کرښې ته څېرمه سیمو او له امکاناتو بې برخې ځوانانو ته یوازینی ښوونیز ادرس دی چې د زده کوونکو ښوونه پکې ترسره کېږي.دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له ښوونیزو مرکزونو څخه څه باندې اووه سوه زده کوونکي او زده کړیالان فارغ شول، تر څو د وطن د دردونو دوا او د یو په ځان بسیا افغانستان هیلې ورسره را وټوکېږي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

خوست کې د ۱۶ کلنې بدي حل

 

يکشنبه ۹ ربيع الأول ۱۴۴۸

د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د ديني عالمانو، قومي سپين ږيرو، او مشرانو په هلو ځلو د خوست او لوګر ولايت د دوو کورنیو ترمنځ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۵۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې  د قتل له امله راپورته شوې ۶ کلنه دښمني پای ته ورسېده

 

شنبه ۸ ربيع الأول ۱۴۴۸

د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي له امله راپورته شوې شپږ کلنه دښمني چې په پايله کې يې يوه انجلۍ وژل شوې وه او ګڼې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۵۰
Background image

د خوست په صبریو او یعقوبیو ولسوالي کې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

شنبه ۸ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تر چتر لاندې د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په صبريو او يعقوبيو ولسوالي کې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu