((د پکتیکا ولسونه د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د خدمت او پرمختګ تمه لري))

taqi2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۲۶
((د پکتیکا ولسونه د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د خدمت او پرمختګ تمه لري))

 

يکشنبه ۴ / جمادي الثاني /۱۴۴۷ 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ټول هيواد کې د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس هوساينې په موخه د ولسي غونډو د لړۍ په دوام نن په پکتيکا ولایت کې د دغه وزارت د معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد په مشري له مسؤلينو، سيمه ييزو مشرانو، علماوو او عامو خلکو سره يوه لويه غونډه ترسره کړه.

د ياد ولایت قومي مشرانو په دغه ولسي غونډه کې د اسلامي امارت د مشرتابه د مخلصو خدمتونو مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د پکتیکا ولس د اسلامي امارت د نظام  ساتنې او پیاوړتیا لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي. هغوی وویل: د جمهوریت پرمهال دغه ولایت ته لازمه پاملرنه نه ده شوې ځکه د پکتیکا مجاهد ولس تل د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ وو. قومي مشرانو زیاته کړه، چې د پکتیکا ټول قومونه د امارت تر مشري لاندې په یووالي ولاړ دي او اوس د دغه ولایت ولسونه د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د خدمت او پرمختګ تمه لري.

ورپسې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمد په خپلو خبرو کې د پکتيکا ولايت د خلکو د غیرت او میړانې بېلګې وستایلې او ويې ويل، چې د دې خلکو جرئت او وفاداري بې ساري دي او هر لېدونکی متاثر کوي. نوموړي ټينګار وکړ، چې اسلامي امارت ژمن دی خپلو هیوادوالو ته په ټولو برخو کې په غوره توګه خدمت وکړي او د دوی هوساینه او سوکالي د خپلو هڅو لومړیتوب ګڼي. هغه يادونه وکړه چې دا نظام د ولسونو غوښتنه وه او ولسونو پري بې شماره قربانۍ ورکړې دي، چې په نتيجه کې يې يو خپلواک، ثابت او د خلکو د ملاتړ وړ نظام جوړ شوی دی.

په پای کې دوزارت د څړځایونو او خدمتونو د اقتصاد رئیس مفتي لعل محمد منیب وويل: څه باندې څلور لسیزې زموږ په هيواد کې د زورواکو شخصي جزیرې حاکمې وې، چې د کابل ورانېدو، زرګونو افغانانو د شهادت، څلورو میلیونو معتادینو او د مخدرو موادو د پراختیا لامل شوې. نوموړي زیاته کړه: د اسلامي امارت په راتګ سره ملي یووالی ټینګ شوی، تېرې ناخوالې له منځه تللي او د هيواد د ثبات او سوکالي نوې هیلې راټوکېدلې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu