په پلازمينه کابل، بلخ او کنړ ولايت کې د ولسي شخړو حل!

سه شنبه ۲۳ ربیعالاول ۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ نيک محمد افغاني په مشري د کابل ولايت په پغمان ولسوالي کې د ځمکې د ملکيت پر سر د دوو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه.چې څوتنه پکې ټپيان شوي وو حل او دواړه خواوې سولې ته راوګرځول شوې. همداراز دبلخ ولايت دسرحدونو ق.ق چارو رياست مسؤلينو د ځايې سپين ږيرو او علماوو په ملتيا مزار شريف ښار کې د څو کورنيو ترمنځ دخپلمنځي اختلافاتو له کبله راپورته شوي جنجالونه هوار کړل او ښکېل لوري يې ورورولي ته راوبلل.په ورته مهال د کنړ ولايت په کرهاله کې د دې ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس د هغې کورنيو ترمنځ روغه جوړه وکړه، چې څه موده وړاندې يې ترمنځ وهل ټکول شوي وو او ژورې ستونزې يې راپورته کړې وې، چې مسؤلينو په خپل منځګړيتوب له تاو تريخوالي راوګرځول او سوله يیز ژوند يې پيل کړ.