په ننګرهار، بلخ، کندز او فارياب ولايت کې د ولسواليو په کچه خلکو سره د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو غونډې ترسره شوې

taqi2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۰:۴۸
په ننګرهار، بلخ، کندز او فارياب ولايت کې د ولسواليو په کچه خلکو سره د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو غونډې ترسره شوې

 

سه شنبه ۲ ربيع الأول ۱۴۴۷

د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت د پلان په اساس د ننګرهار ولايت په حصارک غلجایي، دبلخ په شولګره، د کندز  په چهار درې او فارياب په المار ولسوالۍ کې د اړوندو ریاستونو له خوا عامو خلکو سره د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو په موخه لويې غونډې ترسره شوې.

د دغو جوړوشويو غونډو له لارې، چې د ولسواليو په کچه پکې د سيمي مخورو، علماوو، متنفذينو او عامو خلکو پراخ ګډون درلود، د اړوندو رياستونو مسؤلينو او د اسلامي امارت مشرانو خلک يووالي ته راوبلل، د اسلامي امارت د کلک ملاتړ له امله يې له هغوی مننه وکړه او د ولسي ستونزو راټولول يې خپل مسؤليت ياد کړ.

ولسې مشرانو د همدې غوندو د هدف په اساس خپلې ستونزې واورولې او لوړ رتبه مسؤلينو ته يې د هغې د رسولو غوښتنه وکړه، چې د اسلامي امارت د استازو لخوا يې ډاډ حاصل کړ. قومي مشرانو او عامو خلکو د اميرالمؤمنين حفظه الله د هغو فرمانونو هرکلی وکړ، چې د ټولنې د ناسمو رواجونو، ناوړه دودونو او انساني قاچاق د مخنيوي سپارښتنې پکې شوې دي. دوی دا په عامو خلکو د شيخ صيب حفظه الله  ځانګړی رحم وباله.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu