د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د دايکندي له ولسونو سره پراخه ولسي غونډه وشوه

taqi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۱۹
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د دايکندي له ولسونو سره پراخه ولسي غونډه وشوه

چهارشنبه ۱۲ صفرالمظفر ۱۴۴۷ نن له غرمې وړاندې د دايکندي ولايت له ولايتي مسؤلينو، د بېلابېلو ولسواليو له استازو، قومي مخورو او عامو ولسي خلکو سره د ياد وزرات د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ مرستيال الحاج مولوي محمد علي جان احمد په مشري د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او د ولسونو د هوساينې تر عنوان لاندې غونډه ترسره شوه. پيل کې د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني په هيواد کې د ازادۍ بل څراغ د شل کلنو قربانيو او ولسي ملاتړ نتيجه وبلله ويې ويل: اوس د سولۍ او ابادۍ لپاره ګامونه پورته شوي او موږ د يو روښانه سبا په جوړولو بوخت يو. ورپسې قومي مشرانو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له رهبري په مننې کولو سره څرګنده کړه، چې دا وزارت د ولسي ستونزو په حل کې تل د ولس ترڅنګ ولاړ دی. دوی همداراز د اسلامي امارت په دوامداره ملاتړ ټينګار وکړ ويې ويل: د اسلامي نظام په سیوري کې د دایکندي ولسونو د سولې او ورورولۍ ساه اخېستې او په هر قيمت يې ساتنې ته چمتو دي. د غونډې په اوږدو کې د وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستيال الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د دايکندي ولایت په ولسونو غږ وکړ، چې د اسلامي نظام د دښمنانو په پيژندلو کې دقيق و اوسي او هېڅ کله د هغوی د شومو اهدافو ښکار نه شي. ښاغلي احمد وويل: د تېر حکومت پرمهال ولس له هرې خوا زوريدلی دی؛ خو نن د اسلامي امارت تر چتر لاندې همدا ولس له عدالت، خپلواکي، امنيت او ورورولي برخمن دی. په پای کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ نيک محمد افغاني اسلامي امارت د افغانانو لپاره د يووالي او برابرۍ ګډ نظام ياد کړ ويې ويل: دا نظام له تعصب او تبعيض پاک دی او دلته د هر وګړي حق خوندي دی. نوموړي د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان تر لوستلو وروسته له خلکو وغوښتل، چې ياد فرمان عملي کړي ترڅو له لوړو مصارفو، بې ځايه لګښتونو او ناوړه رواجونو خلاص شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu