چمن حضوري ته څېرمه د وزارت اړوند میلمستون د ځمکې داوطلبي: 

taqi_admin
چمن حضوري ته څېرمه د وزارت اړوند میلمستون د ځمکې داوطلبي: 

Publish Date

Closing Date

Location د هوايي ډګر سړک، سترې محکمې ته څېرمه د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت


د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په شرایطو برابرو ګډونوالو ته بلنه ورکوي چې په اتمه ناحیه کې چمن حضوري ته څېرمه د وزارت د میلمستون د ځمکې د داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې چاپ شوی نقل د (۳۰۰۰) افغانیو په بدل کې د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه او د تدارکاتو د قانون، کړنلارې او په شرطپاڼه کې د لیکلو شرایطو په نظر کې نیولو سره یې ډکه کړي او د نشر له نېټې څخه د دوشنبې تر ورځې  ۶/۵/۱۴۰۴ هـ ل نېټه چې د آفرونو د تړنې وروستۍ ورځ ده، په سرټړلي شکل د یاد وزارت اړوند د تدارکاتو ریاست د آفرونو په صندوق کې واچوي.
د یادونې وړ ده، چې د غوښتنې یا آفر تضمین د بانکي ګرنټي او یا (۱۰۳۱۶۰) یو لک او یو سلوشپېته زره افغانیو نغدو پیسو په اساس تضمین کېږي او د غوښتنپاڼو کتنه (آفرګشایي) ۶/۵/۱۴۰۴ هـل کال د دوشنبې په  لسو بجو ترسره کېږي. همدا راز انلاین او ناوخته غوښتنپاڼې نه منل کېږي.
پته: د میدان هوایي سرک، سترې محکمې ته څېرمه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کابل-افغانستان

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۹:۷
Background image

د وزارت اړوند د ۶۵ قلمه قرطاسیې د داوطلبي خبرتیا: 

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې په مرکز کابل کې د وزارت اړوند د ۶۵ قلمه قرطاسیې د داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي، د ګډون لپاره . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۳۴
Background image

د وزارت د ۳۰ قلمه تکنالوجي وسایلو د داوطلبي خبرتیا: 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې په مرکز کابل کې د وزارت اړوند د ۳۰ قلمه تکنالوجي وسایلو د داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي، د ګډون لپاره . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د وزارت پرزو، ماشن آلاتو، حصو، پاډي پاس، مبلایلو، فلترونو، او جنراتورانو د داوطلبي خبرتیا: 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې په مرکز کابل کې د وزارت د پرزو، ماشن آلاتو، حصو، پاډي پاس، مبلایلو، فلترونو او جنراتورانو د داوطلبي په . . .

Back to tenders

User account menu