فارياب کې د څړځايونو پر سر څو کورنيو له ۶ کلن اختلاف څخه لاس واخيست

يکشنبه ۱۸ ذوالحجه ۱۴۴۶
د فارياب ولايت د سرحدونو، قومونو او فبايلو چارو رئيس الحاج مولوي محمد مير صارم د ځايي قومي مخورو او علماوو په شتون کې د يوې رابلل شوې غونډې پرمهال د هغو کورنيو ترمنځ روغه جوړه وکړه، چې د شاوخوا شپږو کلونو راهيسې يې د څارويو د څړځايونو پر سرجنجالونه وو..
ياده شوې شخړه د فارياب ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د علي زي قوم د څو کورنيو ترمنځ هغه مهال پيښه شوې وه، چې د هرې کورنۍ غړو د يادو څړځايونو د ملکيت دعوه کوله او له همدې امله يې ترمنځ ژورو اختلافاتو شپږ کاله دوام وکړ.
ددې روغې جوړې لپاره ټاکل شوي منځګړي پلاوي موضوع له پوره تعقيب وروسته په سوله ييزه توګه حل او د ټولو خواوو په رضايت سره يې يادې شخړې ته د پای ټکی کېښود، چې په همدې سره ښکېلو طرفونو د خوشحالۍ ژوند پيل کړ.