په کندوز ولايت کې د درې بيلابيلو شخړو حل

taqi_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۴:۱۳
په کندوز ولايت کې د درې بيلابيلو شخړو حل

شنبه ۳ ذوالحجه ۱۴۴۶ د کندوز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئيس مولوي احسان الله ثاقب په هلوځلو د قومي مشرانو، علماوو او ځايې خلکو په همکارۍ د ياد ولايت په ملرغي سيمه کې د ميراث پر سر راپورته شوې دوه کلنه شخړه.په ګټه خېلو سيمه کې يوکلنه او د همدې ولايت په بولک اول کلي کې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوی جنجال هوار او د ښکېلو ټولو کورنيو غړي د سولې له خواږه نعمته برخمن شول.ديادو شخړو د حل په مراسمو کې مسؤلينو اوسيمه ییزو مشرانو د خلکو تر منځ په اتفاق او ورورولۍټینګار وکړ او په سوله کې ژوند کول يې ددنيا او اخرت کاميابي وبلله،دوی همدا راز له ولسونو وغوښتل،چې دهرې ستونزې پرمهال دې له زغم څخه کار واخلي او دحل په موخه دې يې د ا.اله مشرانو سره شريکه کړي.د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تل هڅه کوي، چې د خپلو محلي ادارو په همکارۍ د ولسونو ترمنځ ټولو لويو او وړو ستونزو ته د هواري په موخه ځان ورسوي ترڅو خلک له هوسا ژوند برخمن شي.ه کندوز ولايت کې د درې بيلابيلو شخړو حل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu