د پير محمد کاکړ عالي ليسې د ودانیو د ترميم داوطلبي

taqi_admin
د پير محمد کاکړ عالي ليسې د ودانیو د ترميم داوطلبي

Publish Date

Closing Date

Location د هوايي ډګر سړک، سترې محکمې ته څېرمه د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت

 

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له ټولو واجد شرایط داوطلبانو څخه  غوښتنه کوي، څو د پير محمد کاکړ عالي ليسې د ودانيو د ترميم پروژې داوطلبۍ په بهير کې ګډون وکړي.
ټول لېوال داوطلبان کولای شي چې د يادې داوطلبۍ غوښتنپاڼه د ياد وزارت د تدارکاتو له آمريت څخه د (۱۰۰۰) افغانيو په بدل کې ترلاسه کړي. د فورمې له ترلاسه کولو وروسته، داوطلبان مکلف دي چې خپلې غوښتنپاڼې د تدارکاتو د نافذه قانون او اړوندو طرزالعملونو له مخې په منظم ډول تيارې کړي، او تر چهارشنبې د ۱۴۰۴/۳/۲۸ نېټې  پورې، چې د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه ده، د وزارت د تدارکاتو رياست کې د آفرونو ځانګړي صندوق ته وسپاري.
 د یادونې وړ ده چې د آفر تضمين بايد د بانکي ګرنټۍ يا نغدو پېسو په بڼه وړاندې شي، چې اندازه يې (۹۳،۰۰۰) درې نوي زره افغانۍ  ټاکل شوې ده. دا تضمين د داوطلب د جديت، ژمنتيا او مالي وړتيا ښکارندويي کوي. آفرونه چې له ټاکلي تضمين پرته وړاندې شي، د منلو وړ نه دي.
د آفرونو د پرانيستې غونډه به له پورته يادې شوې نېټې سره سم د سهار ۹:۳۰ بجې، د وزارت د تدارکاتو رياست کې ترسره شي. له ټولو داوطلبانو څخه هيله کېږي چې په ټاکلي وخت کې حاضر وي

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۳:۱۰ ناحیه نهم سرک میدان هوایی، جوار ستره محکمه وزارت امور سرحدات اقوام و قبایل
Background image

د رحمان بابا عالي لیسې د ترمیم او بیارغونې پروژې د قرارداد د ورکړې په اړه: 


د تدارکاتو قانون د ۴۳ مې مادې له دوهمې فقرې سره سم، ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کېږي چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري ترڅو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د رحمان بابا عالي . . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۲:۱۴ پته: نهمه ناحیه، د هوایي ډګر سرک، سترې محکمې ته څېرمه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت – کابل. 
Background image

د دریو لیسو، انسټیټیوټ او د تشریفاتو ریاست د مایع ګاز د قرارداد د ورکړې په اړه: 


د تدارکاتو قانون د ۴۳ مې مادې له دوهمې فقرې سره سم، ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کېږي چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري ترڅو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د دریو لیسو، . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۲:۲ پته: نهمه ناحیه، د هوایي ډګر سرک، سترې محکمې ته څېرمه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت – کابل. 
Background image

د ۳۹ قلمه البسې او جامو د تدارک پروژې د قرارداد په اړه:

 

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مې مادې له دوهمې فقرې سره سم، ټولو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري ترڅو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۳۹ قلمه البسې او . . .

Back to tenders

User account menu