د ایرکنډېشن، مرکز ګرمي او برقي وسایلو داوطلبي
Publish Date
Closing Date
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې د ایرکنډېشن، مرکز ګرمي او برقي وسایلو داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې چاپ شوی نقل د (۱۰۰۰) افغانیو په بدل کې د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه او د تدارکاتو د قانون، کړنلارې او په شرطپاڼه کې د لیکلو شرایطو په نظر کې نیولو سره یې ډکه کړي او د نشر له نېټې څخه تر ۲۱/۳/۱۴۰۴ هـ ل نېټه د چهارشنبې ورځ چې د آفرونو د تړنې وروستۍ ورځ ده، په سرټړلي شکل د یاد وزارت اړوند د تدارکاتو ریاست د آفرونو په صندوق کې واچوي.
د یادونې وړ ده، چې د غوښتنې یا آفر تضمین د بانکي ګرنټي او یا هم (۱۰۶۰۰۰) یو لک او شپږ زره افغانیو نغدو پیسو په اساس ترسره کېږي او د غوښتنپاڼو کتنه (آفرګشایي)د ۱۴۰۴ هـ ل کال د جوزا مياشتې ۲۱ مه نېټه د چهارشنبې په ۳ بجو ترسره کېږي. همدا راز انلاین او ناوخته غوښتنپاڼې نه منل کېږي
