په پلازمېنه کابل کې د جوړ شوي نندارتون له لارې د کوچیانو محصولات د بازار موندنې په موخه نندارې ته وړاندې شول

taqi_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۹:۱۴
عکسونه

 


پنجشنبه ۳ ذوالقعده ۱۴۴۶ 


دغه نندارتون، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د پلازمېنې کابل په بادام باغ سیمه کې جوړ شوی و، د اسلامی امارت د لوړپوړو مسؤلینو، سربېره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو د سمون عمومي رئیس الحاج ملا محمد بصر صاحب زاده او د کوچیانو د اقتصادي خدماتو او څړځاینو رئیس مفتي لعل محمد منیب هم ګډون کړی و.


په دغه نندارتون کې د هېواد د مختلفو تولیدي محصولاتو تر څنګ، د کوچیانو دودیز لاسي صنایع او د مالدارۍ اړوند محصولات هم نندارې ته وړاندې شول، چې د ګڼ شمېر لیدونکو پام یې ځان ته را جلب کړ.


د کوچیانو چارو د سمون عمومي رئیس، الحاج ملا محمد بصر صاحب زاده، د کوچیانو له محصولاتو څخه د لیدنې پر مهال وویل: دا ډول نندارتونونه نه یوازې د کوچیانو پر اقتصادي وده ژوره اغېزه لري، بلکې د دوی د لاسي صنایعو او د مالدارۍ محصولاتو ارزښت هم زیاتوي، نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان باندې د اسلامي امارت له حاکمیت را وروسته، دا اتم ځل دی چې یواځې  په  کابل کې د کوچیانو د محصولاتو لپاره نندارتون جوړېږي. له دې سره، سره د کوچیانو ژوند ته په نور بېلابېلو برخو کې هم د اسلامي امارت له خوا ځانګړې پاملرنه شوې ده. آن تر دې چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت تر چتر لاندې د کوچیانو چارو  ته د رسېدو په موخه یو ځانګړی عمومي ریاست جوړ شوی، تر څو د دوی ستونزې وڅېړي ، حقوق یې خوندي کړي ، او د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې کړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu