په پلازمېنه کابل کې له سلګونه دیني عالمانو او قومي مخورو سره ولسي غونډه تر سره شوه

khoram_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۸:۴۲
ولسي غونډه

 

سه شنبه ۱۴۴۶/۷/۲۷
په پلازمېنه کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام ولسي غونډه په داسې حال کې تر سره شوه چې پر مهال یې د یاد وزارت وزير الحاج ملا نور الله نوري، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د بېلابېلو رياستونو رئيسانو، د کابل والي ملا امين الله عبيد، د رسنيو استازو او د اسلامي امارت مشرانو ګډون درلود.

په غونډه کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد ګډونوالو ته وویل: نن د کفر او استبداد وريځې ټولې شوې، له مشرق نه تر مغربه ټول افغانان د يووالي په ټغر سره ناست دي. ښاغلي احمد د تېر شل کلن جهاد په دوران کې د افغانانو قربانۍ وستایلې او دا نظام یې د خلکو نظام یاد کړ. نوموړي د کابل له ولسونو وغوښتل، چې خپلې ستونزې ورسره شريکې کړي ترڅو د حل لپاره يې اړونده مسؤلينو ته ورسوي.

همداراز غونډه کې د کابل ولايت د بېلابېلو ولسواليو او ناحيو قومي مخورو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت په راتګ خوښي وښوده او له اسلامي امارت څخه یې مننه وکړه چې له توپير پرته د قومونو ترمنځ د يووالي او هوسا ژوند برابرولو هڅې کوي. يادو قومي مشرانو د اسلامي امارت له مسؤلينو سره د خپلو ستونزو د شريکولو ترڅنګ پر هغوی غږ وکړ، چې د ولسونو مشکلاتو ته دې د حل لارې چارې ولټوي. دوی په تېره شل کلنه دوره کې د خپلو قربانيو په څرګندولو سره ډاډ ورکړ، چې که اړتيا شوه بيا هم د دې نظام د بقا لپاره هرې قربانۍ ته تيار دي خو د دوی لومړنۍ ستونزې، چې پکې د ښوونځيو، مدارسو، سړکونو، روغتونونو، د څښاک پاکو ابو او کاري فرصتونو برابرول دي کار وشي.

د غونډې په پای کې د سر حدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير الحاج ملا نور الله نوري ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې افغانان د دين له برکته زړور، باتور، باشهامته او د قوي ايمان درلودونکي خلک ياد کړل. هغه د اسلامي امارت ازداي د دې ولسونو د ايماندارۍ، قربانيو او لوړ همت ثمره وبلله ويې ويل: د افغانستان د فتحې اساس د افغانستان ولسونه دي او په تېرو قربانيو، جهاد او فتحه کې ټول افغانان شامل دي. نوموړي خلکو ته ورياده کړه د غيرت، زړورتيا او شهامت په کيسو مو نور خلک کتابونه ليکي نو خپل دښمن په پوره معنا وپيژنئ ويښ و اوسئ خپل دين، عقيده او فکر مو سالم وساتئ. ښاغلي نوري د خپلو خبرو په پای کې وويل:  شعار مو اسلامي سیاست دی او د اسلامي شریعت په رڼا کې مخ ته ځو، له کفري هیوادونو سره د اسلامي اصولو پر بناء سلوک کوو او له ټولو هیوادونو سره مو هره راکړه ورکړه د اسلامي شریعت په اساس ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu