د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالي کې د پښتنو، تاجک او ازبک قومونو تر منځ د ځمکو پر سر جنجال پای وموند.

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۹:۲۴
شخړه

د

چهارشنبه ۸ رجب ۱۴۴۶

د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالي کې د پښتنو، تاجک او ازبک قومونو د ځمکو پر سر جنجال رامنځته شوی وو، چې تر دې وړاندې هم د رئیس الوزراء حاجي ملا محمد حسن اخند لخوا ټاکلي هیئت سیمې ته سفر کړی وو او د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم له مخې یې دوی ته د یوه ښارګوټي ځمکه مشخصه کړه او د توزیع لړۍ یې پیل شوه، چې بیا د یو لړ ستونزو له امله د توزیع په بهیر کې خنډونه پیدا شوي وو.

 ددې لپاره چې هلته د مېشتو خلکو موجوده ستونزې یو مخیزې هوارې شي، یو ځل بیا د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند د حکم پر اساس د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري ته دنده وسپارل شوه تر څو یادې سیمې ته سفر وکړي او د یادې موضوع په تړاو څېړنې وکړي او موضوع ته د پای ټکی کېږدي.

پر همدې اساس د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري او مل پلاوي تخار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له والي، علماء شورا، محکمې، استخباراتو، امنیه قمندان او ځینو نورو ریاستونو له رئیسانو سره د یادې موضوع په هکله تفصیلي بحث وکړ، چې په ترڅ کې یې پرېکړه وشوه چې د یادې موضوع د څېړلو په موخه به یادې ولسوالي ته سفر کوي او سیمه به له نژدې ګوري.

سیمې ته له سفر وروسته تللي پلاوي او ولایتي مسؤلینو د یوې منصفانه فیصلې له مخې د پښتنو، ازبک او تاجک قومونو تر منځ د ځمکو پر سر جنجال د ټولو طرفونو په رضایت حل کړ او د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حکم په پوره توګه تطبیق شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۴
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

سه شنبه ۲۳ رجب المرجب ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي اخوت او  خلکو ستونزو د اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او قبايلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۲۴
Background image

کنړ کې د ۳۵ کلنې شخړې سر بېره بلخ کې هم مسؤلينو ۸ کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښود

 

يکشنبه ۲۱ رجب المرجب ۱۴۴۷

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په ملتيا د دغه ولايت يه آسمار ولسوالي کې د يوې ۳۵ کلنې دښمۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۱۷
Background image

بلخ او ارزګان کې جلاجلا شخړې حل شوې

 

چهارشنبه ١٨ رجب المرجب ۱۴۴۷

په بلخ ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ  هغه راپورته شوې څه باندې يو کلنه شخړه، چې دواړو لوريو ته يې ګڼې ستونزې راولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu