په ننګرهار ولایت کې ۳۰ کلنه اوږده شخړه هواره شوه

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۲:۲۷
شخړه

 

دوشنبه ۱۴۴۶/۶/٧

د ننګرهار ولايت په سرخرود ولاسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۳۰ کلنه اوږده شخړه هواره شوه، چې له دواړو خواوو پکې د ګڼو مالي زيانونو تر څنګ دوه تنه وژل شوي وو او دوه نور پکې ټپيان شوي هم وو.

د سرحدونو، قومونواو قبايلوچارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو دهمغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد او مل پلاوي په شتون کې د دننګرهار ولايت د سرحدونو،قومونو او قبايلو چارو رئيس رحمت الله غازي عمر په هلوځلو او د ياد ولايت د دوه ويشت ولسواليو قومي مشرانو په منځګړيتوب دغه پخوانۍ جنجالي شخړه د يوې غونډې په ترڅ کې داسې مهال پای ته ورسېده، چې مسؤلينو ښکيل لوري سولې ته را وبلل او د دښمنۍ په ناوړه پايلو يې وپوهول.

د يادو دواړو کورنيو مشرانو د مسؤلينو په شوې فيصله د رضايت تر څنګ په تېره دښمني پښيماني وښوده او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکي کې به هيڅ ډول جنجالونو ته زړه نه ښه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu