د کونړ ولایت اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو پلټنه ترسره شوه! 

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۱:۳
لېدنه

 

شنبه ۳۰/۴/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو رئیس مولوي غلام صدیق سباوون د یوه پلاوي په ملتیا کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پرتو شپږو ولسوالیو پلټنه، څار او بررسي ترسره کړه. 

یاد پلاوي لومړی د دغه ولایت له والي قدرت الله ابوحمزه سره ناسته وکړه او د یادو ولسوالیو د پلټنې او بررسي په اړه یې خبرې اترې وکړې، ښاغلي حمزه د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د هیواد د ټولو سرحدي پولو او ډیورنډ فرضي کرښې څارنه یو لازمي امر دی چې باید وخت په وخت ترسره شي ترڅو د سرحدونو او ډیورنډ فرضي کرښې د خوندیتوب لامل شي. 

ورپسې د سرحدي پلټنو رئیس ښاغلي سباوون د هېواد له سرحدونو او ډیورنډ فرضي کرښې څارنه خپل مسؤلیت یاد کړ زیاته یې کړه: لکه څرنګه چې مو په تېرو دوو لسیزو کې د هیواد د خپلواکۍ او د اسلامي نظام د قیام لپاره د دُښمنانو مقابله وکړه، همدارنګه اوس هم د خپلې خاورې او سرحدونو څخه څارنې او دفاع ته چمتو یو. نوموړي ولس ته ډاډ ورکړ، ژمنه یې وکړه چې په خپله دنده کې به د سترګو د رپ په اندازه بې غوري ونه کړو. 

>> دیادونې ده چې تر دې مخکې هم د یاد پلاوي له لوري د پکتیکا، لوګر، خوست او بدخشان ولایتونو سرحدي پولي او ډیورنډ فرضي کرښې څارنه او بررسي شوې وه چې اوس د کونړ ناړۍ، شیګل، دانګام، مروره، سرګاڼو او خاص کونړ ولسوالیو په اوږدو کې د ډیورنډ فرضي کرښې  (۱۵۹.۷۷۹) کیلومتره  څار او بررسي هم ترسره شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

د افغانستان د متحدو ولسونو يووالي داسې ځواک رامنځته کړی، چې سترې امپراتورۍ يې له منځه يووړې

 

چارشنبه ۱۵ ربيع الثاني ۱۴۴۷
 

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا په سرپل ولايت کې د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او د ولس هوساينې ترعنوان لاندې جوړې شوې ولسي غوندې پر مهال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۴
Background image

په ولسواليو کې د ولسي یووالي او ستونزو د اورېدو غونډې

 

پنجشنبه ۱۶ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه غونډې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۸:۵۱
Background image

((هېڅ ځواک د دې ملت د ماتې توان نه لري))

 

پنجشنبه ۱۶ ربيع الثاني ۱۴۴۷

نن له غرمې وړاندې د بلخ ولايت په مرکز کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزات لخوا جوړې شوې غونډې په ترڅ کې قومي مشرانو پورته څرګندونې داسې مهال وکړې،. . .

BACK TO NEWS

User account menu