په خوست ولایت کې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولسونو د ستونزو د حل په موخه کمېټه جوړه شوه

khoram2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۲۱:۱۸
خوست کې کمېټه

سه شنبه ۱۴۴۶/۲/۱۶ 

د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم له مخې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري د خپلو سفرونو په ترڅ کې ډیورنډ فرضي کرښې او د نورو سرحدي ولایتونو په سرحدي ولسوالیو کې د خلکو د لومړنیو ستونزو د تشخیص او تثبیت لپاره د کمېټې د جوړېدو په موخه خوست ولایت ته سفر وکړ. نوموړي د دغه سفر پر مهال د خوست ولایت د مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت په ګډون د کلیو پراختیا او بیا رغونې، اوبو او انرژي، عامې روغتیا، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، ټولګټو چارو، پوهنې، سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاستونو له رئیسانو، د سرحدي ولسوالیو له ولسوالانو او په یادو ولسوالیو کې د دفاع وزارت له مسؤلینو سره ناسته وکړه. د ناستې په ترڅ کې یې د خوست ولايت مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت په مشري د یادو ادارو له مسؤلینو څخه کمېټه جوړه کړه او سپارښتنه یې ورته وکړه تر څو ډېورنډ فرضي کرښې ته په څېرمه ولسوالیو کې د خلکو ضروري او اړینې ستونزې تشخیص او تثبیت کړي. ښاغلي نوري ګډونوالو ته د ناستې په ترڅ کې د مشرتابه مقام د حکم په اړه معلومات ورکړل او د غونډې له ناستو مسؤلینو څخه یې هغلته د پرتو ولسوالیو د خلکو د ستونزو د تشخیص او تثبیت په برخه کې د شفافیت غوښتنه وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه " د ډيورنډ فرضي کرښې ته څيرمه پراته ولسونه پر موږ حق لري چې لومړنۍ اساسي ستونزې يې حل کړو ،ځکه دې خلکو په تېر شل کلن جهاد کې له مونږ سره مرسته کړې، د مجاهدينو خدمتونه يې کړي او ږه په اوږه يې جهاد راسره کړی" د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې په ننګرهار، کنړ، نورستان او پکتیا ولایتونو کې هم ورته کمېټې جوړې شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu