په بادغیس او لوګر کې دوې شخړې د جلا ناستو پر مهال هوارې شوې!

khoram2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۲۰:۳۰
شخړې

چهارشنبه ۲/۲/۱۴۴۶

په بادغیس او لوګر ولایتونو کې د بېلابېلو ناستو په پرمهال دوې شخړې چې له کبله یې څلور تنه ژوبل شوي وو، د دوو قومونو او کورنیو ترمنځ یې ډېرې ناندرۍ او اختلافات پیدا کړي وو، تېره ورځ د جلا ناستو په ترڅ کې د یادو ولایتونو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاستونو او ولسي سپین ږیرو په منځګړیتوب حل شوې. د دغو شخړو له ډلې لومړۍ یوه یې د بادغیس په آبکمري ولسوالۍ کې د دوو قومونو د جلا کورنیو ترمنځ د خپلمنځي مسئلې پر سر د فزیکي جګړې له امله یوه میاشت مخکې رامنځته شوې وه چې د جګړې په پایله کې یې له دواړو خواوو څخه یو یو تن ټپیان شوي وو او دویمه یې بیا د لوګر ولایت د مرکز اړوند د خضر بازار سیمې په مربوطاتو کې د یوه موټر او موټرسایکل د ټکر له وجهې پېښه شوې شخړه وه، چې دوه تنه پکې زخمي شوي وو. په دغو دواړو ناستو کې مسؤلینو او قومي مشرانو بښنه د اسلامي اصولو یوه بنسټیزه برخه یاده کړه ویې ویل چې عفوه د ټولنیزو اړیکو د ټنګښت سبب کېږي او د ولسونو ترمنځ نږدېوالي رامنځته کوي. یادو مشرانو او مسؤلینو د دواړو شخړو په اړه د سولې پرېکړې وکړې، ښکېل لوري پرې خوښ شول او یو بل ته یې د ورورۍ غېږي ورکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۴
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

سه شنبه ۲۳ رجب المرجب ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي اخوت او  خلکو ستونزو د اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او قبايلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۲۴
Background image

کنړ کې د ۳۵ کلنې شخړې سر بېره بلخ کې هم مسؤلينو ۸ کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښود

 

يکشنبه ۲۱ رجب المرجب ۱۴۴۷

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په ملتيا د دغه ولايت يه آسمار ولسوالي کې د يوې ۳۵ کلنې دښمۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۱۷
Background image

بلخ او ارزګان کې جلاجلا شخړې حل شوې

 

چهارشنبه ١٨ رجب المرجب ۱۴۴۷

په بلخ ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ  هغه راپورته شوې څه باندې يو کلنه شخړه، چې دواړو لوريو ته يې ګڼې ستونزې راولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu