په بلخ ولایت کې پېښه شوې شخړه حل شوه

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۸:۴۳
بلخ شخړه

د بلخ ولایت دولت آباد ولسوالۍ په  قرشي ګک کلي کې د درېوو کورنيو  تر منځ د ميراث پر سر پېښه شوې شخړې د حل په پار د ياد ولايت د سرحدونو ق.ق چارو رياست مسؤلينو، د شخړو د حل کمېسیون غړو، ځايې مخورو او قومي مشرانو  په گډو هڅو ښکيلې کورنۍ دې ته وهڅولې چې په خپلو کې سره کېني او پېښه شوې دښمنې ته د حل لار وموندي. 

په همدې مناسبت ټاکل شويو منځګړو چې مشرۍ يې د بلخ ولايت د سرحدونو ق.ق چارو رياست مسؤلينو کوله له ښکېلو کورنيو سره يې جلا جلا ناستې وکړې او دوی يې روغې جوړې ته چمتو کړل او خپله فيصله خط يې د يادې شخړې د حل په برخه کې اعلان کړ چې په پايله کې يې پېښه شوې دښمني حل او ښکېلو کورنيو په ياد فيصله خط قناعت وکړ .

د يادونې وړ ده چې د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت دويمي واحدونه تل په دې هڅه کې دي چې قومي او سیمه ییزو ستونزو ته رسیدګي وکړي تر څو په ټولنه کې د ناخوالو مخه ونیسي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu