په کونړ ولایت کې ۵ کلنه شخړه حل شوه

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۲:۵۰
خبر

۲۸\۸\۱۴۴۵ هـ ق

په کونړ ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په هلو ځلو، د قومي مخورو په منځګړیتوب د یاد ولایت د شلتن ولسوالۍ د سونو کلي د دوو کورنیو تر منځ ۵ کلنه شخړه حل شوه.

ياده شخړه چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی و او پرلپسې پنځه کاله يې دوام موندلی و چې بالآخره قضیه محکمې ته ورسېده، د محکمې له لوري قضیه د حل په موخه یاد ریاست ته وسپارل شوه او د حل لپاره يې یاد ریاست د قومي مشرانو غونډه جوړه کړه.

د غونډې پر مهال د یاد ریاست رئیس ښاغلي ملا تحمید الله غازي او ځیني نورو قومي مشرانو په شخړه کې ښکېل دواړ اطراف سولې ته راوبلل، ښاغلي غازي د شریعت له نظره د عفوې او سولې فضایل بیان کړه او نور شخړه له منځه وړل د دواړو جانبینو لپاره خیر یاد کړ، تر څو دواړو کورنیو د پړېکړه لیک پر اساس یو له یو بل سره غاړه په غاړه شول او په خپل منځ کې د عادي ژوند تېرولو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu