اطلاعاتي فعالیتونه په اداره کې د ژبې حیثیت لري او دهېواد په کچه یې ترجماني کوي، مسلکي معين احمد طه قادري:

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۲:۸
Mobta

يکشنبه ١ ذوالقعده الحرام ١٤٤٤

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت نوي مسلکي معین ښاغلي مولوي احمدطه قادري نن له غرمې وروسته د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له رئیس اوکارکوونکو سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي مولوي احمد طه قادري پخپلو خبرو کې د اطلاعاتو اوعامه اړیکو ریاست یو ډېر مهم ریاست یاد کړ ویې ویل چې ياد ریاست د وزارت ژبه او د هېواد په کچه د وزارت ترجماني کوي ځکه چې دغه ریاست کولای شي په ډېره ښه توګه د وزارت کړنې اوفعالیتونه له ولس شره شریک کړي او وزارت ښه وځلوي چې تر اوسه پورې تاسې دغه ترجماني په ښه شکل ترسره کړې ده.

 ښاغلي قادري دغه راز  په همکارۍ اوهمغږۍ ټینګار وکړ له کارکوونکو یې وغوښتل  که هر څوک خپل مسؤلیتونه وپېژني کار ډېر ښه  پرمخ وړل کېږي په چارو کې د دوئ دبریا هیله وکړه.

Mobta

ورپسي د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ښاغلي ملا حمدالله فطرت هم پخپلو خبرو کې  د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د کار اوفعالیت په اړه لنډ معلومات وړاندې کړه د همکارۍ ډاډ یې ورکړ اود یاد ریاست  یو لړ تخنیکي اړتیاوې یې د پوره کېدو  په  موخه شریکې کړې.

چې په دې برخه کې هم ښاغلي احمدطه قادري د همکارۍ او اړتیا د پوره کولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۵:۹
Background image

د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالی کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو غونډه تر سره شوه

 

شنبه ۱ جمادی‌الثانی ۱۴۴۷ 

د زابل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له ولایت مقام سره په ګډه د دې ولايت په دایچوپان ولسوالي کې له قومي مشرانو، ديني عالمانو او عامو خلکو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۲۵
Background image

پکتيا کې د څه باندې دوه لسيزو په دوام يوې خونړۍ شخړې پای وموند

 

پنجشنبه ۲۹ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ولايت مقام د استازو، قومي مشرانو او علماوو په همکاري د دغه ولايت د ځاځي اريوب ولسوالي په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۱۷
Background image

په هيواد کې د ولسواليو په کچه د مسؤلينو او ولسي خلکو ترمنځ د اسلامي اخوت او خلکو ستونزو ته د رسېدو په موخه غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۲۹ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د خپلو اړونده رياستونو په مرسته داځل د تخار ولايت په اشکمش ولسوالي، د سمنګان ولايت په روی دوآب ولسوالي، د. . .

BACK TO NEWS

User account menu