د زابل ولايت د بيلابېلو ولسواليو له قومي مشرانو او علماو سره کتنه

mobta-af
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۱:۱۵
Mobta

پنچشنبه ١٤٠١لمريزکال د غويې٢٩

د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ملا نورالله(نوري) پداسې حال کې چې د جرګو اوقبایلو چارو دهمغږۍ معین ښاغلي مولوي عبدالخالق (عابد) هم حضور درلود نن له غرمې مخکې د زابل ولایت د بيلابېلو ولسواليو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.

د کتنې په پیل کې د یادو قومي مشرانو په استازولۍ ښاغلي حاجي قمرالدین سرحدي وال او حاجي ګل محمد پخپلو خبرو کې وویل:  اسلامی نظام چي د ټولو پرګنو او خلګو حقونه پکي خوندي دي د الله تعالی ستره لوريينه ده.

Mobta

دغه راز یې زابل ولایت د ډېرو درنو شخصیتونو سیمه او تاريخي هستيو وطن یاد کړ، چې ولس یې د اسلامي نظام د بریا په موخه ډېرې قربانۍ ورکړې دي ټینګاریې دا و چې باید ددې ولایت اړتیاو ته چې په تېر کې پاملرنه نه ده شوې توجه وشي، دوئ له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې دشملزو په ولسوالۍ کې دګمرک دجوړېدو چارې پیل شي او همدا راز دې له قلات څخه تر زنځیر سیمې پورې سړک چې ډېرې لرې پرتې سېمې او ګاونډی هيواد پاکستان سره نښلوي په پاخه اواساسي توګه جوړ شي، يادو مشرانو د زراعت او مالدارۍ په برخه کي هم د همکاريو غوښتنې بيا تازه کړې.

په پای کي ښاغلي نوري د زابل ولایت خلکو دهر ډول قربانیو یادونه اوستاینه وکړه وې ویل: ستاسو ستونزې حلول، پر وخت مو غوښتنوته رسېدګي خپل مسؤلیت اودنده بولو.  له اړوند ادارو سره يې د حل په موخه د ستونزو د شريکولو  اوهمکارۍ ژمنه وکړه.

دغه راز د جرګو اوقبایلو چارو دهمغږۍ معین ښاغلي (عابد) هم د دوی دستونزو دحل په برخه کې دهر ډول هڅو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د خوشحال خان عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د ښوونې او روزنې رياست داستازو په همغږي د دغه وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu